د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي چې پرون (جمعه) له بېلابېلو لارو هېواد ته ۸۷۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴زره ۵۹۴ تنو ته رسېږي هېواد ته راستنې شوې دي.

د یاد کمېسیون د خبرپاڼې له مخې، تېره ورځ ۹۰۷ راستنو شويو ته سيمکارتونه وېشل شوي، ۸۱۶ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوي او ۸۳۵ کورنيو ته مرستې وېشل شوې دي.

د ویلو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د جبري اخراج لړۍ چټکه شوې.

له بل لوري افغان حکومت ډاډ ورکړی، د راستنېدونکو کډوالو د مدیریت لپاره بشپړ امکانات په پام کې لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version