Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»امریکا ولې داعش ته سیستماتیک تبلیغات کوي؟
    لیکني

    امریکا ولې داعش ته سیستماتیک تبلیغات کوي؟

    صابر افغانصابر افغان16 مې 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: عادل افغان

    د ګڼو بهرنیو رسنیو د سر موضوع بیا هم د داعش فتنه ګرې ډلې لپاره د امریکا پر تبلیغاتو راڅرخېږي.

    تازه د امریکا د سولې په نوم انستیتیوت له حقیقت لېرې ادعا کړې او ویلي یې دي چې د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې په چټکۍ سره د پراخېدو په حال کې ده. یادې سرچینې خبرداری ورکړی، چې که د دې ډلې مخه ونه نیول شي، د نړۍ امنیت ګواښلی شي.

    دا د داعش فتنه‌ګرې ډلې لپاره د امریکايي ادارو د سیستماتیکو تبلیغاتو لړۍ ده، خو پوښتنه دا ده چې امریکا ولې دې چارې ته کار ویلی دی او اصلي حقیقت څه دی؟ امریکا او متحدینو یې په ۲۰۱۴ کال کې په عراق او سوریې کې د داعش په نوم د بدنامې او اسلام ضد ډلې په رامنځته کولو سره هڅه کوله پیل کړه، چې په دې ډول له یوې خوا خپلې ګټې خوندي کړي او له بلې خوا په اسلامي نړۍ کې راټوکېدلي نهضتونه بدنام کړي. پیل یې له عراق او سوریې وکړ، هلته یې چې ګټې خوندي شوې، د همدې بدنامې ډلې د ریښو د غځولو لپاره یې هڅه پیل کړه.

    افغانستان چې تېرې دوې لسیزې د امریکا تر اشغال لاندې و، د همدې پروژې د تطبیق لپاره یې پکې هڅه پیل کړه، خو ډېر ژر دغه پروژه او پلان رسوا او د افغانانو د کلک مخالفت او د اسلامي امارت د جدیت له کبله یې دا پروژه ناکامه شوه.

    که څه هم د امریکا په ملاتړ دې ډلې په پیل کې ستر وحشتونه وکړل، خلک او قومي مشران یې پر بمونو کېنول، له ځینو یې سرونه پرې کړل او په ښارونو کې یې هم د ګڼې ګوڼې پر ځایونو بریدونه وکړل، روغتونه، ښوونځي، ورزشي کلبونه او ان د جنازې مراسم یې په نښه کړل، خو له دې ټولو وحشتونو او جنایتونو سره سره، د امریکا په لاس جوړه شوې دا بدنامه ډله ناکامه او ريښې یې په وچېدو شوې، تر دې چې په افغانستان کې د امریکايي اشغال په ټولېدو سره د دې ډلې ټغر هم ټول شو.

    امریکا بیا هم د سیمې د استخباراتي شبکو او نورو نیابتي ډلو په مرسته، هڅه وکړه چې په افغانستان کې خونړي بریدونه وکړي، خلک ووېروي، د اسلامي امارت واکمني پرې وننګوي او دغه راز نړیوالو ته دا وښيي چې افغانستان د دوی لپاره ګواښ دی، دې موخې ته د رسېدو لپاره امریکا او متحدینو یې خپل ټول امکانات وکارول، خو بیا هم ناکام شول.

    بالاخره دې ته اړ شول، چې د دې شریرې ډلې پاتې شوني له افغانستانه وباسي او د پاکستان په یو شمېر سیمو او دغه راز قبایلو کې یې مېشت کړي. د دې ډلې اکثریت غړي هم د منځنۍ اسیا د هېوادونو اتباع دي، لویه برخه یې د تاجکستان اوسېدونکي دي.

    په دې وروستیو کې په ایران او مسکو کې د دې بریدونو شواهدو وښوده چې په دغه ډول بریدونو کې هېڅ افغان اتباع ګډون نه درلود نه یې هم له افغانستان سره کومه اړیکه درلوده، بلکې برعکس ټول غړي یې بهرنیان وو او دغه بریدونه یې هم له بهره تظیم کړي وو، خو له دې ټولو شواهدو او ثبتونو سره سره، امریکا بیا هم په ډېره سپین سترګۍ سره هڅه وکړه، چې دغه بریدونه پر افغانستان او افغانانو پورې وتړي، خو هغه چې وايي لمر پر دوو ګوتو نه پټېږي، دا حقیقت هم د لمر په څېر روښانه و او د امریکا ټولو امکاناتو، تبلیغاتي دستګاه او استخباراتي شبکو ونه شو کولی چې دا حقیقت بدل کړي.

    اوس هم چې د داعش په نوم فتنه ګره ډله په افغانستان کې په شدت سره ځپل شوې، ريښې یې دلته وچې شوې او ټغر یې ټول شول او اوس د افغانستان له پولو بهر خپل جلب او جذب کوي، هلته پټنځایونه لري، روزنیز مرکزونه لري او له هغو ځایونو پر نورو اهدافو بریدونه کوي، امریکا او د سیمې استخبارتي چوکره ګان یې له دې ټولو واقعیتونو سره سره، بیا هم هڅه کوي. چې دا شرمېدلې او فتنه ګره پدیده پر افغانستان پورې وتړي.

    خو له دې ټولو تبلیغاتو او تورونو سره سره، حقیقت ټولو ته معلوم دی، د افغانستان اوسنی حکومت د داعش فتنه‌ګرو پر وړاندې تر ټولو جدي پالیسي لري، هر ځای یې ځپلي او دوی ته هېڅ ځای د سر پورته کولو اجازه نه ورکوي. تر څنګ یې عام افغانان هم له دې پلیتې او بدنامې ډلې بده وړي او سخت مخالفت یې کوي.

    امریکا که هر څومره د خپلو ګټو او د افغانستان د اوسني نظام د بدنامولو په خاطر دې فتنه‌ګرې ډلې ته تبلیغات وکړي، پایله یې ناکامه او رسوايي ده. نه په نړۍ دا شی ومني او نه به هم په افغانستان کې شته واقعیتونه بدل کړي.

    حقیقت دا دی چې داعش په افغانستان کې سخت ځپل شوې، ریښې یې وچې شوي او ټغر یې ټول شوی دی، اوس که په افغانستان او یا هم د سیمې په کوم هېواد کې د دې ډلې له ادرسه کوم برید کېږي، ريښې یې باید له افغانستانه د باندې د امریکايي چوکره ګانو تر کنټرول لاندې سیمو کې ولټول شي.

    مخکینۍ مقالهد راتلوونکي دوو ورځو لپاره د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د سختو اورښتونو اټکل شوی
    راتلونکي مقاله کابل: درېیمه حوزه کې د شر و فساد یو بریدګر نیول شوی

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جون 2025

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    د ليبيا هېواد مشهور سياسي فعال، مفسر او اسلامي تاريخ پوه دکتور علي‌ الصلابي د…

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    22 جون 2025

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.