اوکرایني رسنیو راپور ورکړی، چې امریکا حکومت پر اوکراین د ۱۸۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د پوځي پرزو او اړوندو تجهیزاتو پلور تصویب کړی.

د راپور له مخې، د دغو تجهیزاتو د پلور موخه د امریکا له‌خوا ورکړل شویو وسلو او پوځي وسایطو د لوړ عملیاتي ظرفیت ساتل دي، چې پکې د «Class IX» پرزې او لوجستیکي ملاتړ شامل دي.

امریکایي چارواکو ویلي، چې له دغو پرزه‌جاتو سره به د اوکرایني له کاره لوېدلو پوځي وسایطو د ترمیم لړۍ چټکه شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version