د حماس اسلامي غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره رسماً د خپلې پوځي څانګې د قومندان، عزالدین الحداد د شهادت خبر تائید کړ.

حماس ویلي، نوموړی چې د «ابوصهیب» په نوم هم پېژندل کېده، د جمعې په ماښام په غزه کې د صهیونیستي رژیم هوایي برید کې له خپلې مېرمنې او لور سره یوځای شهید شو.

د اعلامیې له مخې، ابوصهیب د «طوفان الاقصی» عملیاتو پر مهال خپل دوه «مجاهد زامن» صهیب او مؤمن هم له لاسه ورکړي وو.

حماس د ترور دا پېښه «ترهګریز او فاشیستي جنایت» بللی او ویلي یې دي چې نړیواله ټولنه او د اوربند د تړون ضامن هېوادونه د دې پېښې پر وړاندې سیاسي، حقوقي او اخلاقي مسؤلیت لري.

یاد غورځنګ په پای کې ټینګار کړی چې د شهید شوي قومندان وینه به یې د «مقاومت او آزادۍ» د لارې د دوام سبب شي او د دوی په خبره جهاد او مقاومت به په بشپړ ځواک دوام ومومي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version