د نړیوالو رسنیو د راپورونو له‌مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه اجرائیوي فرمان په لاسلیکولو سره پر سوریې د امریکا لګول شوي بندیزونه پای ته رسولي دي.

د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، چې د بندیزونو لیرې کولو موخه د سوریې د نوي حکومت ملاتړ او دې هېواد ته د سولې او ثبات د راوستو هڅه ده.

دغه بندیزونه د سوریې د پخواني رژیم پر مهال پر دغه هېواد لګول شوي وو.

د سوریې بهرنیو چارو وزیر اسعد حسن الشیباني ویلي، د بندیزونو پای ته رسېدل به یې د هېواد اقتصادي بیارغونې ته لار هواره کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version