د جنوبي کوریا او جاپان چارواکو ویلي، چې شمالي کوریا د خپل ختیځ سمندر پر لور څو بالسټیک توغندي توغولي دي.
د راپورونو له مخې، دا د روان میلادي کال په اوږدو کې اوومه ازموینه ده، چې د شمالي کوریا پوځ یې ترسره کوي.
د جنوبي کوریا او جاپان چارواکو ویلي، توغندي د «سینپو» ښار ته نږدې توغول شوي او د کوریا ټاپووزمې ختیځ ته لوېدلي دي.
د دغو توغندیو له توغول کېدو وروسته د جنوبي کوریا پوځي چارواکو بېړنۍ ناسته هم کړې.
په ورته مهال د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي ویلي، چې د شمالي کوریا په اټومي برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.
