د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هوکړه کړې چې له هند څخه واردېدونکو توکو باندې تعرفې به له ۵۰ سلنې څخه ۱۸ سلنې ته را ټيټه کړي.

د راپورونو له مخې ټرمپ دغه څرګندونې د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره له یوې ټلیفوني اړیکي وروسته کړي.

ټرمپ ویلي چې هند له روسیي څخه د نفتو اخیستل دروي او د هغه پر ځای ښايي له امریکا یا وېنزوېلا څخه نفت وپیري.

نوموړي دغه راز د هند لومړی وزیر ته د پیاوړي رهبر او نږدې ملګري خطاب کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version