د چین یوې محکمې د دغه هېواد د عدلیې پخوانی وزیر «تانګ ییجون» د بډو اخیستو په جرم پر عمري بند محکوم کړ.
رویټرز د چین دولتي ټلوېزیون له قوله لیکلي چې نوموړي د ۲۰۰۶ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ له خپلې دندې په استفادې نږدې ۲۰ میلیونه ډالر بډې اخیستې وې.
سرچینه زیاتوي، چې «تانګ ییجون» د شرکتونو د ثبت، د املاکو پېرلو، بانکي پورونو په برخه کې د اشخاصو او بنسټونو لپاره ناقانونه اسانتیاوې برابرې کړې دي.
محکمې دغه راز نوموړی د ټول عمر لپاره له سیاسي حقونو محروم کړی او د هغه ټول شخصي شتمنۍ یې ضبط کړې دي.
