
امریکایي رسنیو راپور ورکړی، چې پېښور کې د امریکا کونسلګري د تل لپاره تړل کېږي.
یاده کونسلګري ډیورنډ فرضي کرښې ته د نږدېوالي له امله د امریکا تر ټولو نږدې ډیپلوماټیک مرکز بلل کېده.
د راپور له مخې، د امریکا حکومت د دې پرېکړې په اړه کانګرس ته خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د کونسلګرۍ تړل به هر کال شاوخوا ۷.۵ میلیونه ډالر سپما رامنځته کړي.
امریکایي چارواکو ویلي، د دغې کونسلګرۍ چارې به په اسلاماباد کې د امریکا سفارت او د کراچۍ او لاهور کونسلګریو له لارې پر مخ یوړل شي.

