Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»منځنی ختیځ»د ايران جګړه د منځني ختیځ ګرځندوی سکټور ته په ورځني ډول ۶۰۰ میلیونه ډالره زیان اړوي
    منځنی ختیځ

    د ايران جګړه د منځني ختیځ ګرځندوی سکټور ته په ورځني ډول ۶۰۰ میلیونه ډالره زیان اړوي

    عمران آغاعمران آغا12 مارچ 2026څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د سفر او ګرځندوی نړیواله اداره (WTTC) وايي، چې د ایران، امریکا او اسرائیلو ترمنځ روان کړکېچ د منځني ختیځ د ګرځندوی سکټور ته هره ورځ شاوخوا ۶۰۰ میلیونه ډالر زیان اړوي.

    دغې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د نړیوالو سیلانیانو د لګښتونو کمېدو، د هوايي سفرونو ګډوډۍ، د مسافرو د امنیتي اندېښنو زیاتېدو او د سیمې د ترانسپورتي اړیکو د ګډوډېدو له امله دا سکتور له جدي ستونزو او ننګونو سره مخ شوی دی.

    د سرچينې د معلوماتو له مخې، منځنی ختیځ د نړۍ د ګرځندوی شاوخوا پنځه سلنه برخه جوړوي او نږدې ۱۴ سلنه نړیوال ټرانزیټي مسافر له همدې سیمې تېرېږي.

    د ګرځندوی نړیواله اداره زیاتوي، چې په عادي شرایطو کې د دوبۍ، ابوظبۍ، دوحې او منامې هوايي ډګرونه هره ورځ شاوخوا ۵۲۶ زره مسافرو ته خدمات وړاندې کوي؛ خو په تېرو دوو اوونیو کې د دغو مهمو هوايي مرکزونو فعالیتونه له جدي ګډوډۍ او ګڼې ګوڼې سره مخ شوي دي.

    د معلوماتو له مخې د ايران جګړې پر نړیوال هوايي چلند هم اغېز کړی او د نړۍ په یو شمېر هوايي لارو کې د ټکټونو بیې لوړې شوي او هوايي شرکتونو د محدود هوايي حریم او عملیاتي ستونزو له امله د خپلو پروګرامونو بدلون ته مخه کړې ده.

    د یاد سازمان د اټکل له مخې، تمه کېده چې منځنی ختیځ به په ۲۰۲۶ کال کې د نړیوالو سیلانیانو له لګښتونو څخه شاوخوا ۲۰۷ میلیارده ډالر عاید ترلاسه کړي؛ خو روان کړکېچ پر دې اټکل فشار راوستی دی.

    مخکینۍ مقالهعراقچي او انتونيو ګوتريش پر ايران د امريکا او اسرائيل بريدونو د پایلو په اړه خبرې کړي
    راتلونکي مقاله امریکا په پېښور کې خپله کونسلګري د تل لپاره تړي

    مربوطه لیکنې

    امریکا اسرائیلو ته د ۲.۸ میلیارد ډالرو په ارزښت د ۴۰ زره بمونو د لېږلو پلان لري

    16 سپتمبر 2026

    حوثي ځواکونو پر سعودي عربستان د بريدونو نوې څپې پيل کړي

    15 سپتمبر 2026

    د غزې فلم جوړونکو ته د اسرائیلو د تابعیت لغوه کېدو ګواښ شوی

    14 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تبصرې 16 سپتمبر 2026

    د خاتم النبیین پوهنتون د لغوه کېدو اصلي علتونه

    په افغانستان کې د خاتم النبیین پوهنتون د فعالیت ځنډول او د جواز لغوه کول…

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    16 سپتمبر 2026

    د نن چهارشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د سنبلې/ وږي ٢٥ مه.#هندوکش‌غږ

    16 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د خاتم النبیین پوهنتون د لغوه کېدو اصلي علتونه

    16 سپتمبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    16 سپتمبر 2026

    د نن چهارشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د سنبلې/ وږي ٢٥ مه.#هندوکش‌غږ

    16 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،139 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،257 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.