رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې امریکا کې د واورین توپان او زیاتې یخنۍ له امله ۳۰ کسان مړه شوي دي.

د راپور له مخې دغه مرګ‌ژوبله د دې هېواد په ټېکساس، مسیسیپي او نیویارک ایالتونو کې رامنځته شوې ده.

راپورونه وایي، د یخ نیونې او پرله پسې توپان له امله څه باندې یو میلیون امریکان له برښنا بې‌ برخې شوي او تر ۱۵۰ میلیونه ډېر کسان له ګواښ سره هم مخامخ دي.

د امریکا د هوا پېژندنې ملي ادارې ویلي، چې د دغه هېواد په ځینو برخو کې تر ۶۴ سانتي‌متره پورې واوره ورېدلې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version