د بغلان امنیه قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت پولیسو د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې څلور تنه د نشه‌يي توکو د خرڅلاو په تور نیولي.

د بغلان امنیه قومندانۍ ویلي، له نیول شويو کسانو څخه څلور زره او ۷۲۶ دانې ټابلیټ کا ګولۍ او نور نشه‌یي توکي ترلاسه شوي دي.

سرچینې د امنیتي چارواکو له قوله زیاته کړې، چې نیول شوي کسان به تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version