د نړیوالو رسنیو د راپورونو له‌مخې، د امريکا هوایي ځواکونو د یمن پر پلازمېنې صنعا، المحصام، الحديده
او الجميمه سیمو پراخ هوایي بریدونه کړي.

د لومړنیو راپورونو له‌ مخې، په دغو بریدونو کې د حوثي وسله‌والو د مشرانو مېشت ځایونه، د هغوی دفترونه او د وسلو او مهماتو زېرمه‌تونونه په نښه شوي دي.

په دغو بریدونو کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي، خو تر دې وړاندې پر یمن د امریکا په ورته بریدونه کې ملکي وګړو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version