
کورنيو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې ۴۴ تنه د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو په فراه، پروان، نیمروز، هلمند، جوزجان، پکتیا، بلخ، غزني، لغمان، کندز، کاپیسا او خوست ولایتونو کې نیولي دي.
سرچينې ويلي، له نیول شویو کسانو څخه ۱۶ کیلوګرامه تریاک، شپږ کیلوګرامه چرس، له ۹ کیلوګرامو څخه زیاته شیشه، ۲ زره او ۱۷۱ د نشه يي ټابلیټونو ګولۍ او نور نشهیي توکي هم ترلاسه شوي دي.
ياده دې وي، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په هڅو دا مهال هېواد کې د نشه يي توکو کښت او پلور نږدې صفر ته رسېدلی دی.

