د ارزګان ولایت د امنیې قومندانۍ رسنيز دفتر وايي، د یادې قومندانۍ اړوند د پنځمې امنیتي حوزې پولیسو د مرکز ترینکوټ په تالاني سیمه کي د وسلو او مهماتو یوه ډيپو کشف او پکې موجودې ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې او مهمات نيولي.

سرچينه وايي، په یادو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته ٣ میله دهشکې،٣ میله راکټونه، ١میل پیکا، ١ میل هشتاد دو، ١میل کلاشینکوف او ګن شمېر مرمۍ او مهمات په لاس ورغلي دي.

د خبرپاڼې له مخې پولیسو د دې مهماتو په تړاو څوک نه دي نیولي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version