ملي دفاع وزارت وایي، چې د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د سروبي درېیمې پلې لواء ځواکونو د کابل خاکجبار ولسوالۍ په دربند باټوخېلو تنګي کې د بی‌اېم–۲۱ روسي راکټونو یوه پخوانۍ زېرمه موندلې ده.

د یاد وزارت په وینا، له دې زېرمې څخه ۱۸ دانې د بی‌اېم–۲۱ دستګاه راکټونه او ۲۱ سرګلولې ترلاسه شوي دي.

یاده دې وي، چې تر دې وړاندې هم دفاعي ځواکونو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د وسلو او مهماتو پخوانۍ زېرمې موندلي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version