د بلوچستان ازادۍ پوځ ته نږدې سرچینې ویلي، چې نن (شنبه) د دغه ایالت پنجګور ولسوالۍ په «خداآبادان» سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر کاروان برید شوی.

سرچینو د جزئیاتو له ورکولو پرته زیاته کړې، چې دې برید کې یو شمېر پاکستاني عسکر هلاک او ټپیان شوي دي.

د معلوماتو له مخې، تر دې برید وروسته وسله‌والو د بلوچستان د ایالتي پارلمان د غړي اسد بلوچ پر کور هم هجوم وروړی دی.

د پاکستان پوځي رژیم ځایي امنیتي ادارو په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version