د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د فراه امنیه قومندانۍ ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو د میمنې ښار په څلورمې ناحیې کې د پلټونکي عملیاتو پر مهال له یو کور څخه ګڼ شمېر وسلې او مهمات کشف او لاسته راوړي دي.
د یاد وزارت په وینا، په ترلاسه شویو وسلو او مهماتو کې ۵۱ میله بېل بېل ډوله تومانچې، درې میله اووه ډزې ټوپکونه، یو بم غورځوونکی، ۱۴ میله یوولس ډزې ټوپکونه او سلګونه مرمۍ شاملې دي.
یاد وزارت زیاته کړې ده چې، د هلمند امنیه قومندانۍ ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت منسوبینو له تېرو درېیو میاشتو راهیسې په مرکز لښکرګاه او څو ولسوالیو کې د بېلابېلو پلټونکو عملیاتو پر مهال ۲۰ میله ډول ډول وسلې او ګڼ شمېر مهمات نیولي دي.