
د لغمان ولایت عليشنګ ولسوالۍ پولیسو د دغې ولسوالۍ د سایګل درې اړوند د «نیچه لام» سیمه کې د عملیاتو او تالاشیو پر مهال څلور تنه د ناقانونه وسلو او مهماتو د لېږد په تړاو نیولي دي.
کورنیو چارو وزارت وایي، له نیول شویو کسانو څخه څلور میله کلاشینکوفونه، اته عدده شاجورونه، درې لاسي بمونه، یوه پایه مخابره، یوه د ورځې دوربین، یو غیر فعال راکټلانچر، او شاوخوا ۱۰ کیلوګرامه تریاک ترلاسه شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې نیول شوي کسان د لا زیاتو څېړنو په موخه اړوندو عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
#هندوکشغږ

