
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، د نيمروز ولايت په چخانسور ولسوالۍ کې د ځایي امنیتي مسئولینو له لوري نهه تنه د غیر قانوني کيندنې او د تاریخي سیمو د تخریب په تور نیول شوي دي.
یاد وزارت د ځايي امنیتي مسئولینو له قوله لیکلي، چې نیول شويو کسانو غوښتل د یوې تاریخي کلا په شاوخوا کې غیرقانوني کېندنې وکړي، چې د دوه عرادې برقي موټرو او نورو وسایلو سره د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس، مفتي حبیب الله الهام ویلي، هیڅ چا ته اجازه نه ورکوي، چې په دې برخه کې غیرقانوني کيندنې ترسره کړي.

