د پکتیا امنیه قومندانۍ وایي، د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو هغه کس نیولی، چې درې کاله وړاندې یې په پروان ولایت کې د خپل تره د کورنۍ دوه غړي وژلي او درې نور یې ټپیان کړي وو.
د سرچینې په وینا، دغه پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې وه، چې پکې یو ۲۴ کلن او بل ۲۲ کلن نفر وژل شوي او درې نور سخت ټپیان شوي وو.
پکتیا امنیه قومندانۍ زیاته کړې، یاد کس د دقیقو کشفي عملیاتو په پایله کې د یاد ولایت زرمت ولسوالۍ په مربوطاتو کې نیول شوی، چې تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.


