د کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي ځواکونو د پکتیا ډنډ پټان ولسوالۍ اړوند ناري ژورې سیمه کې ۲۸ میله بېلابېلې توپنګچې او ۱۴۵۰ فیره مرمۍ کشف او ضبط کړې دي.

‏د یاد وزارت په وینا، یادې وسلې او مهمات له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدل، چې امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله.

د کورنیو چارو وزارت وایي، د پېښې عاملین له سیمې تښتېدلي، چې امنیتي ځواکونه له لوري یې د پېژندلو او نیولو هڅې روانې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version