د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، چې د اقتصادي کمېسیون په وروستۍ ناسته کې ۱۲پروژې تایید او اړوندو ادارو ته یې د تطبیق لارښوونه شوې ده.
د خبر له مخې، په دغو پروژو کې پکتیکا ته د وارداتي برښنا لېږد، له غزني څخه د ډبل سرکټ لېږد، د سبسټېشن د پاتو چارو بشپړول او د برښنا رسول، له نورالجهاد سبسټېشن څخه هرات، فراه او نیمروز ته د برښنا لېږد مزي غځول، د هلنمد ګرشک ولسوالۍ د سیدانو کلي ته د برښنا رسول، د کندهار له ختیځ سبسټېشن څخه د ترینکوټ تر نوي سبسټېشن او له کجکي بند څخه د ترینکوټ تر نوي سبسټېشن پورې د برښنا رسول شامل دي.
پر دې سربېره تايید شویو پروژو کې د فاریاب د پښتون کوټ ولسوالۍ د دهنهدرې بند او په دغې ولسوالۍ کې د خشت پل د اوبو لګولو پروژه، د ۲۱۵ عزم قول اردو ته د برښنا رسول، د کندهار عینو مینې د ۳۵۰ بستریز روغتون فعالول او ظرفیت لوړول، د نیمروز ولایت په مرکز کې د ۴۰ زره لمونځ کوونکو په ظرفیت د جامع جومات جوړول او د تورغونډۍ-هرات او اندخوی-شبرغان-مزارشریف د اوسپنې پټلۍ غځول شامل دي.
