
د کابل امنیه قومنداني وایي، د کابل ښار لسمې امنیتي حوزې منسوبینو د غلو شپږ کسیزه وسلهواله ډله نیولې.
سرچینه زیاتوي، چې نیول شویو غلو د کابل په بېلابېلو سیمو کې وسلهوالې غلاوې کولې.
د معلوماتو له مخې، امنیتي ځواکونو له نیول شویو غلو څخه یو میل کلاشینکوف او دوه میله توپنچې هم ترلاسه کړې دي.
د کابل امنیه قومندانۍ د لسمې امنیتي حوزې د کشف امر ویلي، چې یادو غلو پر خپل جرم اعتراف کړی، چې دوسیه به یې د نورو څېړنو لپاره اړونده ارګانونو ته وسپارل شي.

