د الجزیرې د راپور له مخې، د اندونیزیا د طبيعي پېښو د مدیریت ادارې اعلان کړی، چې په دغه هېواد کې د سېلابونو او ځمکې ښویدنې له امله د مړو شمېر ۴۴۲ تنو ته رسېدلی او له ۴۰۰ څخه ډېر کسان په درې ولایتونو؛ ختیځ سوماترا، لوېدیځ سوماترا او آچه کې لا هم لادرکه دي.
سرچينه وايي، سختو سېلابونو د سوماترا ټاپو پراخې سیمې تر خپلې اغېزې لاندې راوستي او زرګونه خلک یې له بنسټیزو اړتیاوو څخه محروم کړي دي.
په ورته وخت کې، په سریلانکا کې هم د وروستیو سېلابونو له امله ۱۹۳ تنه مړه او ۲۲۸ تنه لادرکه شوي دي.
راپورونه وايي، چې یادو سېلابونو له ۲۵ زرو څخه ډېر کورونه ویجاړ کړي او شاوخوا ۱۴۷ زره کسان یې بېکوره کړي دي.
ياده دې وي، چې د وضعیت د خرابېدو له امله د سريلانکا په پلازمېنه کولمبو کې بیړنی حالت اعلان شوی دی.
