له هغه راهیسې چې په افغانستان کې نوی حکومت رامنځته شوی، د پاکستان پوځي رژیم په پرله‌ پسې ډول دښمنانه دریځ غوره کړی دی. که څه هم په لومړیو ورځو کې یې د ښکاره تخریب هڅې نه کولې، خو د وخت په تېرېدو سره یې اصلي څېره روښانه او بربنډه شوه.

اوس چې د نوي افغان حکومت د واکمنۍ څلور کاله کېږي، د دې تش په نوم جبهاتو کمزوري او ناتواني هر چاته ښکاره شوې ده. له همدې امله د پاکستان رژیم هڅه کوي د پراخو تبلیغاتو له لارې د دوی ناکامي پټه او دا زاړه شغالان د څیرونکو زمریانو په نوم معرفي کړي.

دغه رژیم د خپل ناولي سیاست د عملي کولو لپاره بې شمېره اقدامات ترسره کړي؛ له رسنیزو همکاریو نیولې، د دفترونو تر برابرولو، د غونډو او مجلسونو تر تنظیمولو او غونډو جوړولو پورې یې بې شمېره هڅې کړې او لا یې هم کوي، ښه بېلګه یې د افغان حکومت د مخالفینو هغه کنفرانس و چې څو ورځې وړاندې په اسلام‌‌آباد کې ترسره شو.

په دې وروستیو کې د پاکستاني رژیم له لوري د مجازي بریدونو د څپې، د یوې برخې په توګه د رژیم د بدلون او د افغان حکومت د بدیل شعارونه د بیلګې په توګه یادولی شو. دغه پوچ تبلیغات د جان اڅکزي، آصف دراني او نورو بدنامو پاکساني څېرو له لوري په ګواښوونکې توګه مطرح کېږي، وروسته بیا د جمهوریت د تښتېدلو له لوري(هغوی چې اوس د آی‌ایس‌آی په لمن کې دي) په ټولنیزو رسنیو کې خپاره او لاس په لاس کېږي.

اوس هر چاته روښانه ده چې د «مقاومت» او «آزادۍ» خیالي جبهې او د هغوی پلویان، له هغې وروسته چې له خپلو نورو بادارانو ناهیلي شوه، اوس یې د پاکستان له رژیم سره لاس یو کړی او د ملاتړ تمه ترې لري. دا تمه او خوب به هم د دې بدنامو ډلو د نورو ناکامو تجربو په څیر له ماتې او ذلت سره مخ شي، له دوی څخه به د ولس د کرکې له ډېرېدو پرته، بله هېڅ ګټه او پایله ونلري.

په دې ټولو هڅو سربېره، د پاکستان پوځي رژیم هڅه کوي چې د رسنیو او مجازي نړۍ له لارې په افغانستان کې د ننه عامه ذهنیتونو ګډوډ او په تشویش کې واچوي. خو واقعیتونو ښودلې چې دا تبلیغاتي هڅې نه یواځې د حکومت په ثبات او ټینګښت کې ستونزه نه شي راوستلای، بلکې د ولس او حاکمیت ترمنځ یې د تړاو او انسجام حس لا ډېر پیاوړی کړی.

په سیمه‌اییزه کچه د پاکستان هغه هڅې هم ناکامې شوې دي چې غوښتل یې د جعلي روایتونو او د ګواښونو د لوی ښودلو له لارې د افعانستان په اړه د سیمې د هېوادونو سیاست ته بل لوری ورکړي؛ ځکه چې دغه ادعاوې د افغانستان له واقعيتونو سره ښکاره ټکر لري.

شرایط دا ثابتوي چې د پاکستان دا دوامداره خصمانه سیاستونه، یوازې د دې هېواد د لا ډیرې انزوا او ورسره د څنګلورو د رسوایۍ لامل کېږي. د افغانستان تاریخ دا خبره ثابته کړې ده چې هېڅ بهرنی ځواک او هېڅ جعلي جبهه د دې ملت اراده نه شي ماتولای.

هو! د افغانستان خلک چې د جګړو او بهرنیو لاسوهنو په وړاندې د لسیزو مبارزو تجربه لري، نن تر بل هر وخت ډیر د یووالي، خپلواکۍ او پرمختګ په ارزښت پوه شوي دي. هغه کسان چې د پردیو د لاسنیوي په تمه د خپل هېواد په وړاندې فعالیت کوي، د خلکو او تاریخ په حافظه کې به یوازې د ناکامو او بې‌ باوره څېرو په توګه پاتې کېږي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version