ترکي ليکوال او خبريال أیوب صاغجان او ګڼو نورو نړيوالو خبريالانو خبر ورکړی، چې  ایران تېره شپه د اسرائیل یو له نفوذ لرونکو مذهبي شخصیتونو څخه “مئیر بیر” وژلی دی.

​د صاغجان په خبره مئیر بیر، چې د اسرائیل د لویې رباني شورا مشر و، تر دې وړاندې د نتنیاهو د شخصي مذهبي سلاکار په توګه پاتې شوی دی.

نوموړی یو له هغه کسانو څخه دی چې وړاندې یې ادعا کړې وه، چې په غزه کې هیڅ بې‌ ګناه/معصوم انسان نشته.

ايران سره د اسرائیل په روانه جګړه کې د ګڼو مهمو اسرائیلي نظامي چارواکو د وژل کېدو خبرونه ورکړل شوي؛ خو د اسرائیل له لوري پر رسنيو د کلک سانسور له امله رسنيز شوي نه دي.
#هندوکش‌غږ

ځواب پریږدئ

Exit mobile version