
ترکي ليکوال او خبريال أیوب صاغجان او ګڼو نورو نړيوالو خبريالانو خبر ورکړی، چې ایران تېره شپه د اسرائیل یو له نفوذ لرونکو مذهبي شخصیتونو څخه “مئیر بیر” وژلی دی.
د صاغجان په خبره مئیر بیر، چې د اسرائیل د لویې رباني شورا مشر و، تر دې وړاندې د نتنیاهو د شخصي مذهبي سلاکار په توګه پاتې شوی دی.
نوموړی یو له هغه کسانو څخه دی چې وړاندې یې ادعا کړې وه، چې په غزه کې هیڅ بې ګناه/معصوم انسان نشته.
ايران سره د اسرائیل په روانه جګړه کې د ګڼو مهمو اسرائیلي نظامي چارواکو د وژل کېدو خبرونه ورکړل شوي؛ خو د اسرائیل له لوري پر رسنيو د کلک سانسور له امله رسنيز شوي نه دي.
#هندوکشغږ

