تسنیم اژانس د خپلې یوې باخبرې سرچینې له قوله ویلي، چې ايران د اسلام اباد په مذاکراتو کې هيڅ بیړه نه درلوده او په خبرو کې یې معقول نوښتونه او وړاندیزونه وړاندې کړي دي.
سرچينې ويلي، د امریکا حکومت لکه څنګه چې په جګړه ییزو محاسبو کې ناکام و، تر اوسه یې د مذاکراتو په محاسبو کې هم تېروتنې کړې دي.
ايراني سرچينې ويلي، تر هغه چې امریکا یوه معقوله هوکړه و نه مني، د هرمز تنګي په وضعیت کې به هيڅ بدلون رانه شي، اوسمهال د خبرو د راتلونکي پړاو لپاره نه وخت ټاکل شوی او نه ځای.


