د ایران تسنيم خبري اژانس خبر ورکړی چې د دغه هېواد سمندري ځواکونو د ځمکې لاندې د توغندیو د ښارګوټي له پرانیستلو وروسته د لومړي ځل لپاره د قدر ۳۸۰ په نوم سمندري کروز توغندی نندارې ته وړاندې کړ.

د راپور له مخې دغه توغندی تر زرو کیلو مټرو زیات واټن ویشتلی شي او د هدف په نښه کولو لپاره مناسب لوری او لوړوالی غوره کولی شي.

د دې ترڅنګ د القدر ۳۸۰ توغندی هم د مداخلې په وړاندې مقاومت لري او هم کولی شي په برقي جنګي فضا کې عملیات ترسره کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version