ايراني رسنيو راپور ورکړی، چې ايران د امریکا له لوري د تېرې چهارشنبې په ورځ د ۴۸ ساعته اوربند وړاندیز په کلکه رد کړی دی.
د ارزونو له مخې، دا وړاندیز وروسته له هغه وشو چې په سیمه کې کړکېچ په بې ساري ډول زیات او امریکايي ځواکونه د ایران د پوځي وړتیا په اړه د ناسمو اټکلونو له امله له جدي ستونزو سره مخ شول.
د سرچینې په وینا، ایران دغه وړاندیز ته په لیکلې بڼه ځواب نه دی ورکړی، بلکې خپل ځواب یې په میدان کې د درنو بریدونو په دوام سره ورکړی دی.
راپور زیاتوي چې د اوربند لپاره د امریکا ډیپلوماټیکې هڅې په ځانګړې توګه وروسته له هغې ګړندۍ شوې چې ايران په کویټ کې د امریکايي ځواکونو د وسلو یوه مهمه ډیپو په نښه کړه.
