
فارس خبري اژانس د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک له قوله خبر ورکړی، چې نن سهار یې د فلسطین پر اشغال شویو سیمو او سيمه کې د امریکایي ځواکونو پر هډو یې د «وعده صادق ۴» په نوم د عملیاتو ۱۹مه څپه پیل کړې ده.
له بل لوري بيا د اسرائیل عبري رسنیو راپور ورکړی چې ایران پر اشغال شویو سیمو باندې د نن سهار بریدونو کې د پرمختللو هایپرسونیک (له غږ څخه چټک) توغندیو څخه استفاده کړې ده.
پر دې سربېره ګڼو عربي رسنیو هم ورته راپورونه ورکړي، چې ایران ځینې پرمختللي هایپرسونیک توغندي کارولي دي.

