په داسې شرایطو کې چې افغانستان د بیارغونې، خپلواکۍ او امنیت په یوه نوي مسیر پل ایښی، یو شمېر ناکامې او تښتېدلي سیاسي څهرې یو ځل بیا هڅه کوي چې د خلکو د استازیتوب په څېر شعارونو سره د ملت له آدرس څخه ځان معرفي کړي.
دا ادعاوې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د دې کسانو تېره ماضي نه یوازې له خیانت او بې کفایتۍ څخه ډکه ده، بلکې نن هم د افغان ټولنې له منځ څخه لوی واټن لري.
په دې کسانو پورې تړلي ځینې اکاونټونه، په درغلۍ، چل او د حقیقت په تحریفولو سره هڅه کوي چې ځانونه په نړۍواله کچه د افغانستان د خلکو غږ معرفي کړي؛ په داسې حال کې چې د دې څهرو له تېر څخه یوازې فساد، وطن پلورنه او له پردیو سره تړاو پاتې دی.
اوس دا پوښتنه مطرح کېږي: هغه کسان چې شپه او ورځ چیغې وهي «طالبان د افغانستان د خلکو استازي نه دي»، ایا دوی خپل ځانونه د افغانستان د ملت استازي بولي؟ او ایا په رښتیا هم د افغانستان ځورېدلی ولس دا بدنامې څهرې د خپلو استازو په توګه مني؟
هڅه کوو دې پوښتنې ته په لاندې یاداښت کې ځواب ووایو:
حقیقت دا دی چې دا تښتېدلي تش په نوم رهبران، نه یواځې نن د خلکو په منځ کې مشروعیت نه لري، بلکې د افغان ملت په حافظه کې د ملي ګټو او د خلکو د عزت، د مستقیمو دښمنانو په عنوان ثبت شوي دي.
دې څهرو په تېرو شلو کلونو کې داسې حکومتونه جوړ کړل چې په عملي توګه یې د غربي اشغالګرو په ګټه کار کاوه او د هغوی شوم سیاستونه یې له چون او چرا پرته پلي کول.
په دې ټوله موده کې، د دې پرځای چې د هېواد پر خپلواکۍ ټینګار وکړي، له ذلت څخه د ډکو تړونونو په لاسلیک کولو سره یې د افغانستان په زړه کې بهرنۍ پوځي اډې جوړې کړې او د خپلو شخصي ګټو لپاره یې د هېواد لوېشت، لوېشت خاوره وپلورله.
د دوی د واکمنۍ پر مهال، افغانستان د نړۍ په فاسدو هېوادونو کې لومړی مقام درلوده، له بهرنیو مرستو څخه نیولې تر بیارغونې پورې، هر څه د دوی د مافیایي کړیو له لوري خوړل کېدل.
د دې څهرو د واکمنۍ پر مهال، په زرګونو افغان نارینه او ښځینه، سپین ږیري او ځوانان او حتی کوچني ماشومان د امریکایي اشغالګرو ځواکونو د هوایي بریدونو قربانيان شول. خو په مقابل کې، هیڅکله هم دې کسانو چې ځانونه یې د ملت استازي بلل، د دې جنایتونو پر وړاندې غږ پورته نه کړ.
نن هم د دې پرځای چې د افغانستان د مظلوم ملت رسا غږ وي، په نړۍواله ټولنه کې د بندیزونو او د مرستو د پرېکون ننګه کوي چې په حقیقت کې د افغانستان د ملت په ګټه دي، آن د هېواد د انزوا غوښتنه کوي.
حتی د جمهوریت له سقوط وروسته، هېواد ته د بېرته راتګ او له هغو خلکو سره د خواخوږۍ پرځای چې کلونه یې د دوی بې کفایتي زغملې وه، د تېښتې لار غوره کړه او هغو هېوادونو ته یې پناه یووړه چې کلونه یې د افغانستان له اشغال څخه ملاتړ کړی و.
نن د اروپا او امریکا په ښیښه یي ماڼیو کې ناست دي، په سپین سترګۍ سره د ملت د غمخوارۍ خبرې کوي؛ په داسې حال کې چې د دوی د واکمنۍ په مهال، نه د عدالت څرک و او نه د خلکو غږ اورېدل کېده.
په واقعیت بیا څنګه کولی شو هغه کسان د خلکو استازي وګڼو چې ژبه، جامې، ژوند او فکر یې د دې سیمې له خلکو سره هیڅ ورته والی نه لري؟ دوی نن له زرګونه کیلومترو لیرې واټن څخه، په داسې حال کې چې د ملت په پیسو سوکاله ژوند کوي، د افغانستان خلکو ته نسخې ورکوي او ځانونه د خلکو غمخوار ښيي؛ په داسې حال کې چې همدې خلکو ډیر ځلې په چوپتیا، بې پروايۍ او حتی مسخرو سره د دوی پیغامونو ته ځواب ورکړی دی.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.