Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»ایا د سرپرست حکومت مخالفې ډلې د خلکو استازولي کولی شي؟
    لیکني

    ایا د سرپرست حکومت مخالفې ډلې د خلکو استازولي کولی شي؟

    صابر افغانصابر افغان31 جولای 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په داسې شرایطو کې چې افغانستان د بیارغونې، خپلواکۍ او امنیت په یوه نوي مسیر پل ایښی، یو شمېر ناکامې او تښتېدلي سیاسي څهرې یو ځل بیا هڅه کوي چې د خلکو د استازیتوب په څېر شعارونو سره د ملت له آدرس څخه ځان معرفي کړي.

    دا ادعاوې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د دې کسانو تېره ماضي نه یوازې له خیانت او بې کفایتۍ څخه ډکه ده، بلکې نن هم د افغان ټولنې له منځ څخه لوی واټن لري.

    په دې کسانو پورې تړلي ځینې اکاونټونه، په درغلۍ، چل او د حقیقت په تحریفولو سره هڅه کوي چې ځانونه په نړۍواله کچه د افغانستان د خلکو غږ معرفي کړي؛ په داسې حال کې چې د دې څهرو له تېر څخه یوازې فساد، وطن پلورنه او له پردیو سره تړاو پاتې دی.

    اوس دا پوښتنه مطرح کېږي: هغه کسان چې شپه او ورځ چیغې وهي «طالبان د افغانستان د خلکو استازي نه دي»‍، ایا دوی خپل ځانونه د افغانستان د ملت استازي بولي؟ او ایا په رښتیا هم د افغانستان ځورېدلی ولس دا بدنامې څهرې د خپلو استازو په توګه مني؟

    هڅه کوو دې پوښتنې ته په لاندې یاداښت کې ځواب ووایو:
    حقیقت دا دی چې دا تښتېدلي تش په نوم رهبران، نه یواځې نن د خلکو په منځ کې مشروعیت نه لري، بلکې د افغان ملت په حافظه کې د ملي ګټو او د خلکو د عزت، د مستقیمو دښمنانو په عنوان ثبت شوي دي.

    دې څهرو په تېرو شلو کلونو کې داسې حکومتونه جوړ کړل چې په عملي توګه یې د غربي اشغالګرو په ګټه کار کاوه او د هغوی شوم سیاستونه یې له چون او چرا پرته پلي کول.

    په دې ټوله موده کې، د دې پرځای چې د هېواد پر خپلواکۍ ټینګار وکړي، له ذلت څخه د ډکو تړونونو په لاسلیک کولو سره یې د افغانستان په زړه کې بهرنۍ پوځي اډې جوړې کړې او د خپلو شخصي ګټو لپاره یې د هېواد لوېشت، لوېشت خاوره وپلورله.

    د دوی د واکمنۍ پر مهال، افغانستان د نړۍ په فاسدو هېوادونو کې لومړی مقام درلوده، له بهرنیو مرستو څخه نیولې تر بیارغونې پورې، هر څه د دوی د مافیایي کړیو له لوري خوړل کېدل.

    د دې څهرو د واکمنۍ پر مهال، په زرګونو افغان نارینه او ښځینه، سپین ږیري او ځوانان او حتی کوچني ماشومان د امریکایي اشغالګرو ځواکونو د هوایي بریدونو قربانيان شول. خو په مقابل کې، هیڅکله هم دې کسانو چې ځانونه یې د ملت استازي بلل، د دې جنایتونو پر وړاندې غږ پورته نه کړ.

    نن هم د دې پرځای چې د افغانستان د مظلوم ملت رسا غږ وي، په نړۍواله ټولنه کې د بندیزونو او د مرستو د پرېکون ننګه کوي چې په حقیقت کې د افغانستان د ملت په ګټه دي، آن د هېواد د انزوا غوښتنه کوي.

    حتی د جمهوریت له سقوط وروسته، هېواد ته د بېرته راتګ او له هغو خلکو سره د خواخوږۍ پرځای چې کلونه یې د دوی بې کفایتي زغملې وه، د تېښتې لار غوره کړه او هغو هېوادونو ته یې پناه یووړه چې کلونه یې د افغانستان له اشغال څخه ملاتړ کړی و.

    نن د اروپا او امریکا په ښیښه‌ یي ماڼیو کې ناست دي، په سپین سترګۍ سره د ملت د غمخوارۍ خبرې کوي؛ په داسې حال کې چې د دوی د واکمنۍ په مهال، نه د عدالت څرک و او نه د خلکو غږ اورېدل کېده.

    په واقعیت بیا څنګه کولی شو هغه کسان د خلکو استازي وګڼو چې ژبه، جامې، ژوند او فکر یې د دې سیمې له خلکو سره هیڅ ورته والی نه لري؟ دوی نن له زرګونه کیلومترو لیرې واټن څخه، په داسې حال کې چې د ملت په پیسو سوکاله ژوند کوي، د افغانستان خلکو ته نسخې ورکوي او ځانونه د خلکو غمخوار ښيي؛ په داسې حال کې چې همدې خلکو ډیر ځلې په چوپتیا، بې پروايۍ او حتی مسخرو سره د دوی پیغامونو ته ځواب ورکړی دی.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهقطر کې افغان سفیر او د الجزیرې شبکې د عربي څانګې مشر په فرهنګي همکاریو خبرې کړي
    راتلونکي مقاله د شپږیزه کرکټ لیګ لسم پړاو سیالیو پای‌لوبه نن په کابل کې ترسره کېږي

    مربوطه لیکنې

    یو مصنوعي او بحراني هېواد او کاغذي مقاومت څه ډول ګواښ رامنځته کولی شي؟

    20 مې 2026

    ولې تجزیه غوښتنه د حل لاره نه ده؟

    19 مې 2026

    د محقق متضاد دریځونه؛ له خراساني مفکورې د ډیورنډ کرښې تر منلو

    16 مې 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 21 مې 2026

    ‏د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګریز نښلون کنفرانس ترسره شو

    د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د دغه وزارت د وزیر، نور الدین عزیزي او…

    ازبکستان د بلخ نایب‌اباد سټېشن کې د اوسپنې نوې پټلۍ جوړوي

    21 مې 2026

    کابل ښاروالۍ تېرکال ۲۲۰۰ ودانیز جوازونه صادر کړي

    21 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ‏د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګریز نښلون کنفرانس ترسره شو

    21 مې 2026

    ازبکستان د بلخ نایب‌اباد سټېشن کې د اوسپنې نوې پټلۍ جوړوي

    21 مې 2026

    کابل ښاروالۍ تېرکال ۲۲۰۰ ودانیز جوازونه صادر کړي

    21 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،163 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،099 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،202 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.