
د ایران فارس خبري اژانس د دغه هېواد د امنیتي سرچینو له قوله ویلي، چې نن (یکشنبه) سهار مهال د دغه هېواد ځانګړو ځواکونو د امریکا یوه C-130 پوځي الوتکه را نسکوره کړې ده.
د راپور له مخې، پر یادې الوتکې د اصفهان په جنوبي سیمه کې د ایراني ځواکونو له لوري د درنو وسلو ډزې شوي چې په پایله کې یې الوتکه له منځه وړل شوې ده.
ایراني رسنیو د انځورونو په خپرولو سره ویلي، چې یادې الوتکې د ایران خاوره کې امریکایي جنګي الوتکو ته د «تیل رسولو» ماموریت ترسره کاوه.
له بلې خوا د امریکا جګړې وزارت د ایران دې ادعا ته کوم غبرګون نهدی ښودلی.

