تسنيم اژانس راپور ورکړی، چې د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر غریب آبادي اعلان کړی، چې د هرمز تنګي په اړه یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پریکړه لیک رد کړی.

سرچينې د غريب ابادي له قوله زیاته کړې، چې ملګرو ملتونو په دې پرېکړه ليک کې يوه اړخه قضاوت کړی او د ايران غوښتنې یې په پام کې نه دي نيولي.

نوموړي ويلي، د هرمز تنګي په اړه هر پرېکړه ليک، چې پکې د ناامنۍ اصلي لاملونه لکه غیرقانوني پوځي یرغل او سمندري بندیزونه له پامه غورځول کېږي له ناکامۍ سره مخ دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version