د بي بي سي انګليسي څانګې سیاسي خبریال، کریس مېسن لیکلي چې د بريتانیا لومړی وزیر کییر سټارمر نن له خپلې تر ټولو سختې او دردناکې ورځې سره مخ دی، چې پیل به یې هم له یوې خورا ستونزمنې ناستې څخه وي.
نوموړي ويلي، سټارمر د خپلې کابینې او ګوند له دننه له داسې فشارونو سره مخ دی چې د هغه د مشرتابه واک یې تر پوښتنې لاندې راوستی دی.
د هغه په وينا دا وضعیت د کارګر ګوند په منځ کې د مخ پر زیاتېدونکي کړکېچ ښکارندويي کوي، چېرې چې حتی د هغه نږدې وزیران هم اوس د بدلون او د هغه د استعفا د مهالویش په اړه په ښکاره غوښتنې مطرح کوي.
مېسن ټینګار کوي چې د نن ورځې ناستې او پرېکړې به د سټارمر د سیاسي برخلیک په ټاکلو کې پرېکنده رول ولري.
