وحید حیدر

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د افق خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې دوی به غزې ته له افغانستانه د استشهادیانو لښکرې چمتو او ولیږي چې له دې سره به په سیمه کې افغانستان د دې مقاومت یو محور وي.
نوموړي افق دولتي خبري شبکې ته ویلي، چې افغانستان کې د تاریخ په اوږدو کې اشغالونه مات شوي له دې بریښي چې افغانستان کې دا مقاومت یو خاص قوم نه دی کړی بلکې دا امتیاز د ټولو افغانانو شریک امتیاز دی.
د افغانستان لپاره د ایران د سفیر او د رئيس ځانګړي استازي کاظمي قمي دا خبري دوه اړخه لري. یو دا چې ایران غواړي د غربي هیوادونو په وړاندې یو سیاسي مانور اجرا کړي او بل اړخ یې دادی چې د افغانستان په اوسني حکومت باندې دنیا شکمنه کړي. په دې ډول یې دا روانه حربه په لار اچولې ده.
ایران له افغانستان سره تل دوه مخی چلند درلودلی، کله یې د نړۍ په مقابل کې د درولو هڅه کوي، کله یې د داخلي سیاسي او نظامي مخالفانو ملاتړ کوي، کله يې بیا د سیاسي لاسوهنو په موخه د هملند اوبه پلمه کړي او کله بیا ایران کې د اسلامي امارت وسلوال او سیاسي مخالفین راټولوي.
کله چې دا برخه ماته وخوري بیا یې لاس په افغان کډوالو بر شي، بې وزله افغانان د زندانونو د پنجرو تر شا اچوي او یا یې هم په بېلابیلو پلمو په کرینګو کې ځړوي.
هېره دې نه وي چې دلته یې په قومي نزاع کې هم تر خپله وسه ونډه اخیستې، مذهبي او نفوذي برخې خو يې د هیچا له سترګو پټې او پناه نه دي.
د دې برسېره یې په فرهنګي یرغلونو کې زموږ پر ادبیاتو او کلتوري ارزښتونو درنې حملې کړي دي. زموږ په تعلیمي نصاب کې له مداخلې را واخله تر فقهي مسایلو، تر تعلیمي شبکو او حلقو او فرهنګي بهیرونو مالي ملاتړ پورې یې هېڅ حربه نه ده پرييښې.
ایران غواړي افغانستان د ډال او سپر په توګه ودروي، خپلې ملي ګټې زموږ د نابودۍ په قیمت تضمین کړي.
ایران ته باید زموږ حکومت او خلک ډېر متوجې سیاست ولري، ددې هیواد شرارتونه لکه لومې خوريږي او موږ له پښو غورځوي.
هم مو وهي او هم مو نړۍ ته حیثیت داغداره کوي.
د افغانستان چارواکي باید د دغو ناسورو څرګندونو په وړاندې غبرګون ښکاره کړي، د ایران استازي او مطبوعات زموږ د موقف ترجماني نشي کولی.
ایران د نړۍ د سیاستونو په کمربند کې ایسار دی، غواړي په دې مانورونو ځان باندې بيروني فشار کم کړي او د نړۍ پام بل لور ته واړوي.
زموږ موقف نیونه او جمعي غبرګون به د رسنیز جنګ په میدان کې دا شریر ګاونډی په ګونډو کړي.
سکوت ضمني اعتراف دی، د ایران په وړاندې زموږ کتلوري او جمعي غبرګون د خپلو ملي ګټو او خپلواکو سیاستونو د مماثلت په معنا ده.
پای

ځواب پریږدئ

Exit mobile version