ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد پوځ پر اشغال شوي فلسطین (اسرائیل) د توغندیزو بریدونو بله څپه پیل کړه.
د راپور له مخې، د دغو بریدونو له پیل سره سم د اشغال شوي فلسطین په ډېری سیمو کې د خطر زنګونه اورېدل شوي دي.
المیادین د خپلو سرچینو له قوله لیکلي، چې د اشغال شوي فلسطین په بېلابېلو سیمو د زورورو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د ایران دغو تازه بریدونو کې د صهیونیستي اسرائیلو د مرګژوبلې په اړه څه نهدي ویل شوي.


