د ایران ایرنا خبري اژانس د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی چې، د ایران له زندانونو ۱۴۹ تنه خوشې شوي افغان بندیان سرپرست حکومت ته سپارل شوي دي.
په راپور کې راغلي، چې دغه کسان د سیستان او بلوچستان، سمنان، یزد او هرمزګان زندانونو څخه د قانوني لړۍ تر بشپړولو وروسته خوشې شوي دي.
سرچینې د ایران د عدلیې وزارت له قوله لیکلي، چې دغه کسان د نشهیي توکو په جرمونو تورن وو.
د یادونې وړ ده چې، د سرپرست حکومت د کډوالو چارو وزارت په هڅو په دې وروستیو کې د عربي هېوادونو په ګډون د ګاونډیو هېوادونو له زندانونو سلګونه افغان بندیان ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.