د سوریې د ولسمشرۍ دفتر خبر ورکړی، چې د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون د دغه هېواد لنډمهالی ولسمشر احمد الشرع فرانسې ته ور بللی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، اېمانوېل مکرون له احمد الشرع سره ټیلیفوني اړیکه کې پر سوریې د لګېدلو اقتصادي بندیزونو په اړه هم خبرې کړې دي.
یاده دې وي چې احمد الشرع د سوریې د لنډمهالي ولسمشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته خپل لومړنی بهرنی سفر سعودي عربستان او دویم سفر ترکیې ته کړی.