د قدرت څخه ناوړه ګټه اخیستنهځینې وختونه د څو شیانو یو ځای کېدل په یوه کس کې د هغه د ځانسری او شخصي کړنو د شدت لامل کېږي او د هغه د زوال لاره ګړندۍ کوي.
بغاوت ګران له داسې یوه بحران سره مخ وو او دي؛ ځکه چې دوی په ناسالم چاپېریال کې روزل شوي وو او د ودې او زدهکړو په دوران کې د خرابو چاپېریالونو ښکار شوي وو چې له امله یې ذهن او ضمیر ګډوډ او منحرف روزل شوي وو.
کله چې دوی له دې شان فکري او تربیوي سابقې سره سیاست او قدرت ته داخل شول، نور هم لا بې پروا شول او جرمونه او فسادونه یې په خپلو ذهنونو کې اسانه او عادي وګڼل.
لکه د جراحي چاړه چې یو لیوني ته ورکړل شي او په کوڅو او بازارونو کې ازاد پرېښودل شي ترڅو هر څوک چې مخې ته ورځي، ټپي او ژوبل یې کړي.
له بده مرغه، هغه کسان چې د اشغال په دوران کې واکمنان وو او د دولت نظام یې اشغال او قبضه کړی وو، همداسې نالایقه او نااهله ډلې وې چې د دې خاورې خلکو ته یې ژوند تریخ او توره شپه ګرځولې وه.
ځینې له دغو بغاوت کوونکو په خپلو مسلکونو کې تخصص لرونکي او پوهان وو، خو د ایمان بنسټ کمزوري او اسلامي فکر نه لرلو له امله یې د پردیو کلتور مغلوبه شول او دوی په بهرنیو کثافت دانیو کې خوشبختي ولټوله او خپل ځانونه یې په ارزانه بیه وپلورل.
دوی د خپل وجود قیمتي ګوهر د غرب په تور بازار کې د یوې وړې او ناچیزه دنیا په بدل کې لیلام کړ، او خپل ایمان، ملي وفاداري او ویښ وجدان یې پرې خرڅ کړو.
د دوی تر ګرم سیوري لاندې، نور ظالمان هم لا ظالم، یاغي او بېباکه شوي وو؛ هر هغه کس چې لږه پېژندګلوي یا اړیکه له دغو ځانسریو سره درلوده، هیڅ ډول ناوړه عمل ترسره کولو کې یې مخه نه نیول کېده.
خو هر ډول سزاء، بېعزتي او بېحیثیتي د بېوزلو او بېچاره خلکو په نصیب او قسمت وه، چې د هغوی غږ به هیڅ چا نه اورېده او د هغوی دوسیې به په هېڅ محکمه کې قضاوت او عدالت ته نه وړاندې کېدلې.
ځکه چې هر ځای متخصص، خو بېوجدانه کسان په چوکیو ناست وو، او یوازې پیسې، رشوت یا واسطه د اصلي فیصلې پرېکړه کوونکې وه.
قدرت یې یوازې د نورو د ځپلو او د خپلو غوښتنو او تقاضاوو د پلي کولو لپاره وسیله وه، مجرم او مظلوم د واسطهګانو د غوښتنو پر بنسټ پېژندل کېدل.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.