Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»باغیان څوک دي؟ (۸)
    لیکني

    باغیان څوک دي؟ (۸)

    صابر افغانصابر افغان2 سپتمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د قدرت څخه ناوړه ګټه اخیستنهځینې وختونه د څو شیانو یو ځای کېدل په یوه کس کې د هغه د ځان‌سری او شخصي کړنو د شدت لامل کېږي او د هغه د زوال لاره ګړندۍ کوي.

    بغاوت ګران له داسې یوه بحران سره مخ وو او دي؛ ځکه چې دوی په ناسالم چاپېریال کې روزل شوي وو او د ودې او زده‌کړو په دوران کې د خرابو چاپېریالونو ښکار شوي وو چې له امله یې ذهن او ضمیر ګډوډ او منحرف روزل شوي وو.

    کله چې دوی له دې شان فکري او تربیوي سابقې سره سیاست او قدرت ته داخل شول، نور هم لا بې پروا شول او جرمونه او فسادونه یې په خپلو ذهنونو کې اسانه او عادي وګڼل.

    لکه د جراحي چاړه چې یو لیوني ته ورکړل شي او په کوڅو او بازارونو کې ازاد پرېښودل شي ترڅو هر څوک چې مخې ته ورځي، ټپي او ژوبل یې کړي.

    له بده مرغه، هغه کسان چې د اشغال په دوران کې واکمنان وو او د دولت نظام یې اشغال او قبضه کړی وو، همداسې نالایقه او نااهله ډلې وې چې د دې خاورې خلکو ته یې ژوند تریخ او توره شپه ګرځولې وه.

    ځینې له دغو بغاوت کوونکو په خپلو مسلکونو کې تخصص لرونکي او پوهان وو، خو د ایمان بنسټ کمزوري او اسلامي فکر نه لرلو له امله یې د پردیو کلتور مغلوبه شول او دوی په بهرنیو کثافت دانیو کې خوشبختي ولټوله او خپل ځانونه یې په ارزانه بیه وپلورل.

    دوی د خپل وجود قیمتي ګوهر د غرب په تور بازار کې د یوې وړې او ناچیزه دنیا په بدل کې لیلام کړ، او خپل ایمان، ملي وفاداري او ویښ وجدان یې پرې خرڅ کړو.

    د دوی تر ګرم سیوري لاندې، نور ظالمان هم لا ظالم، یاغي او بې‌باکه شوي وو؛ هر هغه کس چې لږه پېژندګلوي یا اړیکه له دغو ځان‌سریو سره درلوده، هیڅ ډول ناوړه عمل ترسره کولو کې یې مخه نه نیول کېده.

    خو هر ډول سزاء، بې‌عزتي او بې‌حیثیتي د بې‌وزلو او بې‌چاره خلکو په نصیب او قسمت وه، چې د هغوی غږ به هیڅ چا نه اورېده او د هغوی دوسیې به په هېڅ محکمه کې قضاوت او عدالت ته نه وړاندې کېدلې.

    ځکه چې هر ځای متخصص، خو بې‌وجدانه کسان په چوکیو ناست وو، او یوازې پیسې، رشوت یا واسطه د اصلي فیصلې پرېکړه کوونکې وه.

    قدرت یې یوازې د نورو د ځپلو او د خپلو غوښتنو او تقاضاوو د پلي کولو لپاره وسیله وه، مجرم او مظلوم د واسطه‌ګانو د غوښتنو پر بنسټ پېژندل کېدل.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهسرپل کې نجونو ته يو ښوونځی جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو
    راتلونکي مقاله خوست کې د نږدې شل ميليونه افغانيو په لګښت د دوه پروژو چارې پيل شوې

    مربوطه لیکنې

    تېر پنځه کلونه او د هېواد د آزادۍ لپاره د مخالفینو بې پایه شعارونه

    18 جولای 2026

    د مخالفینو د داخلي اختلافاتو حقیقت؛ ولې جبهې ترې سر غړوي؟

    16 جولای 2026

    د نړیوالو واقعیتونو په درک کې د احمد مسعود تېروتنه

    15 جولای 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 21 جولای 2026

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان: د ایران ټولې پرېکړې د ستر مذهبي مشر د لارښوونو پر بنسټ دي

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، د هېواد ټولې مهمې پرېکړې د ستر مذهبي مشر،…

    امریکايي استخبارات وایي، پر ایران نوي بریدونه ښايي د تهران دریځ بدل نه کړي

    21 جولای 2026

    د هرمز او باب‌المندب پر سر د امریکا او ایران کړکېچ زیات شوی

    21 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان: د ایران ټولې پرېکړې د ستر مذهبي مشر د لارښوونو پر بنسټ دي

    21 جولای 2026

    امریکايي استخبارات وایي، پر ایران نوي بریدونه ښايي د تهران دریځ بدل نه کړي

    21 جولای 2026

    د هرمز او باب‌المندب پر سر د امریکا او ایران کړکېچ زیات شوی

    21 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،171 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،113 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،229 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.