
د باګرام ویشتل یو چاته یوه ډالۍ وه، نه پوهېږو دا ډالۍ د اټومي وسلې، توغنديي پروګرام، له شمالي کوریا او ځینو نورو هیوادونو سره د ترسره شوې همکارۍ د ویرې له امله وه او که د بل کوم هدف لپاره؟ او معلومه نه ده چې دا ډالۍ ترې قبلېږي که نه؟ ځکه د پاکستان پوځي رژیم او استخبارات په نړۍ کې د اعتماد د سخت بحران سره مخ دي.
افغانستان ته چې کوم وسايل له اشغال څخه په میراث پاتي دي، دا له هغو وسایلو ډیر کمارزښته دي چې افغانستان درلودل او د اشغال په پیل کې بمبار او له مینځه یوړل شول.
که چېرته په دې پاتې وسایلو د پاکستان پوځي رژیم له لوري د بمبار هڅه وشي، نو پوځي رژیم باید په دې پوه شي چې په مقابل کې به یې د وسایلو څخه په مراتبو د لوړ ارزښت لرونکي پوځي وسايل له مینځه لاړ شي. د معلوماتو له مخې افغان حکومت دېته بشپړ چمتوالی نیولی دی.
تر اوسه د پاکستاني رژیم دفاعی سیستم په دې نه دی توانېدلی چې د افغان حکومت د بېپیلوټه الوتکو مخه ونيسي. او که په کوم حساس ځای کې یوه بېپیلوټه الوتکه لګېدلې وي او کمزوری انفجار یې کړی وي، یا یې نه وي کړی، نو دا پاکستاني رژيم ته یو پیغام دی چې موږ تر تاسې در رسېدلی شو.
که چېرته پاکستانی پوځي رژيم افغانانو ته په میراث پاتې وسایلو باندې د بمبار غلطي وکړه دا به یوه تاریخي غلطي او اشتباه وي او په دومره لوړه بیه به ورته تمام شي چې بیا به یې په اوسني اقتصادي بحران کې جبران ورته سخت وي.
د پاکستان پوځي کړۍ او استخبارات نور باید په خپل ځان او خپل هیواد رحم وکړي، له کاذب غرور څخه لاس واخلي او د ستونزو حل ته په منطقي او معقول ډول وړاندې شي.
همدغه راز پاکستانی پوځي رژیم په زور د تېر جمهوري حکومت ځيني پوځیان او د امنیتي ارګانونو غړي مجبوروي چې فرضي کرښې ته یې راولي او د افغان حکومت له ځواکونو سره یې وجنګوي، همدغه راز یې له خپلو داخلي مخالفینو سره هم جنګوي.
د افغان حکومت له لوري عمومي عفوه اعلان شوې، دې پخوانیو پوځیانو او امنیتي منسوبینو ته د افغان حکومت غېږ خلاصه ده. دوی باید د پاکستان پوځي رژیم او استخباراتو د اجبار پر وړاندې مقاومت وکړي او که غواړي خپلې خاورې ته راشي دروند هرکلی به یې وشي.

