Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»باګرام ولې وویشتل شو؟
    افغانستان

    باګرام ولې وویشتل شو؟

    صابر افغانصابر افغان1 مارچ 2026۱ څرگندون2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د باګرام ویشتل یو چاته یوه ډالۍ وه، نه پوهېږو دا ډالۍ د اټومي وسلې، توغنديي پروګرام، له شمالي کوریا او ځینو نورو هیوادونو سره د ترسره شوې همکارۍ د ویرې له امله وه او که د بل کوم هدف لپاره؟ او معلومه نه ده چې دا ډالۍ ترې قبلېږي که نه؟ ځکه د پاکستان پوځي رژیم او استخبارات په نړۍ کې د اعتماد د سخت بحران سره مخ دي.

    افغانستان ته چې کوم وسايل له اشغال څخه په میراث پاتي دي، دا له هغو وسایلو ډیر کم‌ارزښته دي چې افغانستان درلودل او د اشغال په پیل کې بمبار او له مینځه یوړل شول.

    که چېرته په دې پاتې وسایلو د پاکستان پوځي رژیم له لوري د بمبار هڅه وشي، نو پوځي رژیم باید په دې پوه شي چې په مقابل کې به یې د وسایلو څخه په مراتبو د لوړ ارزښت لرونکي پوځي وسايل له مینځه لاړ شي. د معلوماتو له مخې افغان حکومت دېته بشپړ چمتوالی نیولی دی.

    تر اوسه د پاکستاني رژیم دفاعی سیستم په دې نه دی توانېدلی چې د افغان حکومت د بې‌پیلوټه الوتکو مخه ونيسي. او که په کوم حساس ځای کې یوه بې‌پیلوټه الوتکه لګېدلې وي او کمزوری انفجار یې کړی وي، یا یې نه وي کړی، نو دا پاکستاني رژيم ته یو پیغام دی چې موږ تر تاسې در رسېدلی شو.

    که چېرته پاکستانی پوځي رژيم افغانانو ته په میراث پاتې وسایلو باندې د بمبار غلطي وکړه دا به یوه تاریخي غلطي او اشتباه وي او په دومره لوړه بیه به ورته تمام شي چې بیا به یې په اوسني اقتصادي بحران کې جبران ورته سخت وي.

    د پاکستان پوځي کړۍ او استخبارات نور باید په خپل ځان او خپل هیواد رحم وکړي، له کاذب غرور څخه لاس واخلي او د ستونزو حل ته په منطقي او معقول ډول وړاندې شي.

    همدغه راز پاکستانی پوځي رژیم په زور د تېر جمهوري حکومت ځيني پوځیان او د امنیتي ارګانونو غړي مجبوروي چې فرضي کرښې ته یې راولي او د افغان حکومت له ځواکونو سره یې وجنګوي، همدغه راز یې له خپلو داخلي مخالفینو سره هم جنګوي.

    د افغان حکومت له لوري عمومي عفوه اعلان شوې، دې پخوانیو پوځیانو او امنیتي منسوبینو ته د افغان حکومت غېږ خلاصه ده. دوی باید د پاکستان پوځي رژیم او استخباراتو د اجبار پر وړاندې مقاومت وکړي او که غواړي خپلې خاورې ته راشي دروند هرکلی به یې وشي.

    مخکینۍ مقالهقطر کې افغان سفارت: قطر مېشتي افغانان دې تر بلې خبرتیا په خپلو کورونو کې پاتې شي
    راتلونکي مقاله د اسرائیل په «بیت شمس» کې د ایران بالستیک توغندي برید ۹ کسان وژلي او لسګونه نور ټپیان دي

    مربوطه لیکنې

    د کابل او استانې ترمنځ د امنیتي همکاریو پر پراختیا خبرې شوي

    16 جون 2026

    د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه ترسره شوه

    16 جون 2026

    دفاعي ځواکونو د اهل تشیع د مذهبي مراسمو په مناسبت ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي

    16 جون 2026

    ۱ څرگندون

    1. حقیار on 1 مارچ 2026 9:13 PM

      زه د افغانستان یو بچی یم زما غوښتنه دا ده چی مونږ افغانان باید داسی یو سه پیدا کړو چی د افغانستان دفاع وکړو زه چمتو یم چی تر خپل وس هره میاشت ااا ته تر یوزر ډالرو ورکړم هیله کوم د وطن بچی وساتی هیله کوم افغانان له تاسی سره دی

      زه د پخوانی اردو یو تن سرباز یم چی د سقوط پر وخت بیرون راغلی یم زینو ملګرو سره اړیکه نیسم وایی کاش چی مونږ ته فرصت راشی ترسو د پاکستانی رژیم په وړاندی جهاد وکړو

      زما سلامونه د اسلامی امت محترم مشر امیرالمومنین شیخ الحدیث مولانا و مولاوی هبت الله اخوندزاده ته وایی

      Reply
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 16 جون 2026

    د کابل او استانې ترمنځ د امنیتي همکاریو پر پراختیا خبرې شوي

    د سرحدي پولیسو پوځي مرستیال، عبدالمنان حسان نن (سه شنبه) په کابل کې د قزاقستان…

    اېف‌بي‌آی وایي، پر سپینې ماڼۍ د ډله‌ییز برید هڅه یې شنډه کړې

    16 جون 2026

    د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه ترسره شوه

    16 جون 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د کابل او استانې ترمنځ د امنیتي همکاریو پر پراختیا خبرې شوي

    16 جون 2026

    اېف‌بي‌آی وایي، پر سپینې ماڼۍ د ډله‌ییز برید هڅه یې شنډه کړې

    16 جون 2026

    د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه ترسره شوه

    16 جون 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،165 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،106 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،211 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.