
د بدخشان ولایت مقام په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې د ياد ولايت نه یفتال ولسوالۍ کې د ۲۵ میلیون افغانیو په لګښت د یوه پل د جوړولو کار په رسمي ډول پیل شو.
سرچينې ويلي، دا پل د کوکچې سیند پر سر جوړیږي او هدف یې د ترافیکو اسانتیا، د ترانسپورتي ستونزو کمول او څو ولسوالۍ له یو بل سره نښلول دي.
ياده دې وي، چې بدخشان کې څو ورځې وړاندې د اوبو رسولو ګڼې پروژې چې لسګونه ميليونه افغانۍ لګښت پرې راغلی و هم ګټې اخستنې ته وسپارل شوې.

