نړيوالو رسنيو راپور ورکړی، چې د اسټراليا او بریټانیا حکومتونو په رسمي ډول، د هرمز تنګي د خلاصون په عملیاتو کې د ګډون په موخه د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتنه رد کړې.
ډونالډ ټرمپ، دا غوښتنه له هغه وروسته مطرح کړه، چې اسلام اباد کې د ايران او امريکا ترمنځ مذاکرات ناکام او ټرمپ د هرمز تنګي د خلاصون جدي خبرداری ورکړ.
د اسټرالیا حکومت د ټرمپ د غوښتنې په غبرګون کې ويلي، چې هغوی به هېڅکله د هرمز تنګي د خلاصون او د امريکا له لوري په محاصره کولو کې د ټرمپ ملاتړ ونه کړي او نه به د دې عملیاتو برخه شي.
په ورته مهال د بريټانيا حکومت وياند هم د هرمز تنګي د محاصره کولو لپاره د ټرمپ غوښتنه رد کړې او په وينا يې دوی د هرمز تنګي پر ازاد پرېښودو باور لري.
ډونالډ ټرمپ له ایران سره تر جګړې راوروسته، نږدې هره ورځ له اروپايي متحدينو غواړي چې د هرمز تنګي په خلاصون کې ورسره برخه واخلي؛ خو تر اوسه یې چا غوښتنه نه ده منلې.
