د چین دفاع وزیر، اډمیرل دونګ په تازه څرګندونو کې ویلي، چې ایران هرمز تنګی په کنټرول کې لري او دا لاره د چینایي بېړیو پر مخ خلاصه ده.
نوموړي ویلي، نړیوالې سولې ته ژمن دي او په منځني ختیځ کې روان وضعیت تر څارنې لاندې لري.
د چین دفاع وزیر دا هم ویلي، چې د دغه هېواد بېړۍ د هرمز تنګي په اوبو کې تګ راتګ کوي.
نوموړي زیاته کړې، «له ایران سره سوداګریزې او د انرژۍ هوکړې لرو؛ موږ هغوی ته درناوی لرو او له نورو هم هیله لرو چې زموږ په چارو کې لاسوهنه ونه کړي.»
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې تازه امریکا د هرمز تنګي د تړلو ګواښ کړی او ویلي یې دي چې هغه بېړۍ به ودروي چې ایران ته یې مالیه ورکړې ده.
