د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د برېتانیا د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پوليسو د څلورو ایرانیانو په ګډون پنځه تنه د ترهګرۍ په تور نیولي.

د راپور له مخې، نيول شويو کسانو برېتانیا کې د يوه لوی برید پلان درلود او په لنډه موده کې يې عملي کاوه.

دغه کسان د بریتانیا په سوينډون، لندن، سټارک پورټ، روچډیل او مانچسټر ښارونو کې نيول شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version