د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ‏په کابل کې د ترکیې د سفارت له سرپرست، سادین آیلدز سره کتل‍ي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې پر سیمه‌ییزو تحولاتو او د چین اورمچي ښار کې د ترسره شویو مذاکراتو په اړه خبرې شوې دي.‏

ښاغلي متقي، پاکستاني لوري سره وروستي مذاکرات مثبت ارزولي او هیله یې څرګنده کړې، چې جزئي تخنيکي ‏مسايل د مذاکراتو د پرمختګ بهیر له خنډ سره مخ نه کړي.

له بل لوري کابل کې د ترکيې سرپرست سفير ویلي، چې هېواد ته يې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مثبتې اړيکې ځانګړی اهميت لري او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته ادامه ورکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version